د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن او سبا یکشنبه د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې اورښت اټکل شوی دی.