@SpogmaiRadio
د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو بیرته عادي کېدل
هغه مخابراتي شبکې چې د هېواد په ګڼو سیمو په تېره بیا په لرو پرتو ولسوالیو کې د ناامنیو، د انټنونو د پرې کېدو او د مخابراتي سایټونو د غیر فعالېدو له امله له کلونو راهیسې غیر فعالې وې د اسلامي امارت له حاکمیت او هېواد کې د بشپړ امنیت له رامنځته کېدو وروسته بیا فعالې شوي او هیواد والو ته په ۲۴ ساعته ډول چوپړتیاوې وړاندې کوي چې ځینې یې په لاندې ډول یادولی شو:
• پروان ولایت کې د افغان ټلېکام شرکت، د سلام شبکې ۳ مخابراتي انټنونه او د MTN مخابراتي شرکت د یوه انټن بیا فعالېدل
• سرپل ولایت کې د سلام شبکې د ۵ انټنونو بیا فعالېدل
• پکتیکا ولایت کې د سلام شبکې د ۹ انټنونو بیا فعالېدل
• سمنګانو ولایت کې د MTN مخابراتي شبکې د ۷ انټنونو بیا فعالېدل
• د TDF د نهمې پروژې له لارې غور ولایت کې د سلام شبکې ۳ مخابراتي انټنونه د افغان بیسیم د یوه انټن او د روشن د مخابراتي شبکې د ۳ انټنونو بیا فعالېدل
•د لوګر خروار ولسوالۍ کې د افغان بېسیم د مخابراتي شرکت د یوه سایټ بیا پرانیستل او همدا ډول ازرې ولسوالۍ کې د MTN مخابراتي شبکې بیا ځلي فعالیت
• د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي بندر، انار درې او جوین ولسوالیو کې د هغو سایټونو د بیا جوړېدو چارې پیل شوي چې جګړو کې زیانمنې شوې وې .
• هرات ولایت کې د یو شمیر هغو مخابراتي سایټونو بیا فعالېدل چې تېرو جګړو کې په بشپړ ډول له فعالیته غورځېدلې وې .
•د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د TAK037 سایټ بیا فعالېدل .
•د کونړ ولایت په دانګام، غازي اباد، ناړۍ، چپې درې، ماڼوګۍ او سرکاڼو ولسواليو کې په ۲۴ ساعته ډول د هغو سايټونو بیا فعالېدل چې په وقفه یي ډول فعالیت کاوه .
•د غزني ولایت قره باغ، اب بند، خواجه عمري، اندړو، مقر او جغتو ولسوالیو کې ټولې هغه مخابراتي شبکې چې پخوا غیر فعالې یا نیمه فعالې وې، په بشپړه توګه فعالې شوي .
همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ په هڅو ځینو نورو ولایتونو لکه هلمند، بدخشان، لوګر، فراه، کندهار، غزني، هرات، کونړ او تخار ولایتونو کې چې مخابراتي شبکې په کې کمزورې او یا هم نه وې، مخابراتي شبکو خپل فعالیت پیل کړی او خلکو ته خپلې چوپړتیاوې وړاندې کوي .
د یادونې وړ ده هغه سیمې چې پخوا له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې، په نښه شوي او نوملړ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت سره شریک شوی چې لنډ وخت کې به یې ستونزو ته رسیدګي وشي .
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن او سبا یکشنبه د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې اورښت اټکل شوی دی.
Install Palscity app